په نورستان ولايت کې د يو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه
د نورستان ولايت مرکز پارون ښار اړوند د چتراس سيمې معارفپالونکو خلکو، د يو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه يو جریب ځمکه پوهنې ته وقف کړه.
د ياد ولايت پوهنې رئيس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، د خلکو له دې همکارۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: د ياد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زدهکوونکو او د ښوونځي کارکوونکو د خوندي تعليمي چاپېريال نشتوالي ستونزه هواره شي.
