د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
55625

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو او د ځایي خلکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني وویل: دغه ودانۍ چې ارزښت یې شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ دی، په یوه پوړ کې جوړه او پکې ۶ تعلیمي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو او سولر برېښنا سیسټمونه شامل دي.
د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوې ودانۍ د ۲۵۰ څخه د زیاتو طلابو لپاره یو مناسب او خوندي تعلیمي چاپېریال برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS