په کابل ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۲ بابه ښوونځي ترمیم شول
د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ اړوند ۲ بابه ښوونځيو د ترمیم پروژې د پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د پټې خزانې او کړوخیل ښوونځيو د ودانیو ترمیمول شامل دی، چې د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ ټولټال ۵۲۲ زره او ۶۵۴ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د مسئولینو په وینا، په دغو پروژو کې د ښوونځیو احاطوي دېوالونو، عمومي دروازو ترمیم او د یادو ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي.
