په ١٤٠٤ لمريز کال کې د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست ۱.۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۹
fhdgh

د میدان وردګ ولایت د پوهنې مسوولينو د څرګندونو له مخې، یاد ریاست تېر لمریز کال د دغه ولایت د ښوونځیو فارغانو ته د ۷۴۷۷ قطعو شهادتنامو د وېش له درکه، په ټولیز ډول یو میلیون، ۴۹۵ زره او ۴۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
هغوی وویل، چې اوسمهال د شهادتنامو د وېش بهیر ډېر اسانه شوی او غوښتونکي کولای شي، خپلې تایید شوې شهادتنامې د دوو کاري ورځو په موده کې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS