په سرپل او نورستان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د سرپل او نورستان ولایتونو پوهنې ریاستونو، هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې په ټوله کې ۱۴۱ تنه ماشومان پکې شامل وو.
په دغو ازموینو کې چې د دواړو ولایتونو پوهنې مسوولانو په حضور کې ترسره شوې، په نورستان ولایت کې ۱۰۵ تنو او په سرپل ولایت کې ۳۶ تنو زدهکوونکو ګډون درلود.
د پوهنې مسوولان وایي، هغه زدهکوونکي چې د ازموینو له پایلو سره سم د شرایطو وړ وګرځي، د خپلو تعلیمي کچو مطابق به د ښوونځيو اړوندو ټولګیو ته وروپېژندل شي، تر څو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
