د کابل ولایت په اړوندو کې ۵ بابه ښوونځي بیاورغول شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۷
5656

د کابل ولایت په بګرامي او ده‌سبز ولسوالیو کې د ۵ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیا رغونې چارې، چې ټولیز لګښت یې ۳ میلیونه ۲۰۰ زره او ۵۷۴ افغانۍ دی، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو مالي لګښت د یوه خیریه بنسټ لخوا برابر شوی، چې پکې د ودانیو رنګمالۍ، احاطوي دېوالونو جوړول،  ساتونکي خونې جوړول، تشنابونو رغول، د دروازو او کړکیو ترمیم، د برېښنا شبکې غځول او د څښاک پاکو اوبو د څاه‌ګانو کیندل شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS