د غور ولایت په مرکز کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
tyu

د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ په اړوندو کې د «اتفاق سنګ‌شوره لېسې» لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، پوهنې مسوولینو، علما‌ءکرامو، د تعلیمي شورا غړو او د سیمې د بانفوذه اشخاصو په حضور کې کېښودل شوه.
د دولتیار ولسوالۍ پوهنې آمر وایي چې دغه ودانۍ د سیمې د علم‌دوسته خلکو په مالي ملاتړ او همکارۍ سره د ۵۰۰ زره افغانیو څخه په زیاتو لګښتونو جوړیږي.
نوموړي زیاته کړه: د اتفاق لېسه تر دې وړاندې هم یوه شپږ صنفي ودانۍ درلوده؛ خو د زده کوونکو لپاره کافي نه وه. له همدې امله د ښوونځي اداره د ځایي خلکو او تعلیمي شورا په همغږۍ او همکارۍ سره یوه بله نوې ودانۍ هم د پخواني تعمیر ترڅنګ جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS