د لوګر د ښوونځیو زده کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۱۴:۳
د لوګر د ښوونځیو زده کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته وشوه

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ۲۷۳ ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو د ۱۹۸۷۵ زده کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته وشوه.
دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړېوال صندوق یا یونیسف کړې ده، چې ۲۷۳۱۵ امریکایي ډالره اررښت لري.
په یاده مرسته کې ۷۹۵ کیټه درسي مواد شامل دي، چې هر یو کیټ یې د ۲۵ زده کوونکو لپاره اړین درسي توکي لري.
په دغو درسي توکو کې د لېکنې کتابچې،د رسم ایستنې کتابچې، خود کار قلمونه، پنسلونه، پنسل پاکونه، قلم تراشونه، رنګې او تختې شته.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادو درسي توکو د تسلیمېدلو پر مهال د یونیسف د مرستو ستاینه وکړه. 
هغه وایي،چې نوموړو مرستو د زرګونو زده کوونکو ستونزې هوارې کړي او هم یې د زده کوونکو شمېر په ډېرولو کې ښه اغیز کړی. 
د یادونې وړده،چې یادې ادارې په تېرو کلونو کې هم د لوګر د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره ورته ډېرې مرستې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS