له ښوونیزنظام سره د خلکو د همکاریو په دوام، دا ځل په بادغیس ولایت کې پوهنې ته ۴ زره متره مربع ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۴۹
ad

د بادغیس ولایت د قادس او تګاب‌عالم ولسوالیو معارف‌پالو خلکو خپله شاوخوا ۴۰۰۰ متره مربع شخصي ځمکه، چې ارزښت یې ۵۰۰ زره افغانیو ته رسېږي، په قادس ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او د تګاب‌عالم ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي جوړولو لپاره پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
د بادغیس پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله احسان، د پوهنیز نظام څخه د خلکو د ملاتړ ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره خپلې همکارۍ دوامدارې وساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د پنجشېر ولایت له ښوونځیو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳۶۴ کڅوړو درسي مرستندویه توکو مرسته شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي محمود طالب ثاقب د وینا له مخې؛ په دغو مرستو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۳۷
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته ازمیښتوني توکي توزېع شول

د لوګر ولایت ۱۱۷ بابه ښوونځیو ته ښوونیز ازمیښتوني توکي او مواد ووېشل شول.
وېشل شوي وسایل او مواد چې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه برابر شوي دي، چې پکې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ‌ډګره د څو خبرونو لنډیز

د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، یاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ښوونیز وضعیت لا ښه والي لپاره لاندې کړنې ترسره کړي دي، چې لنډیز یې په دې ډول دی:
* د یاد ولایت میزانې. . .

BACK TO NEWS