د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
rgt

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې ریاست مسوولینو په خپلو ویناوو کې ځوانان د تعلیم او تحصیل دوام ته وهڅول او ویې ویل چې هېواد تعلیم‌یافته ځوانانو ته جدي اړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار د پوهنې ریاست تېر۱۴۰۴ لمریز کال هم د کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینې د شلو پړاوونو له لارې ۴۸۶۲ تنه د کابل ښار د ښوونځیو بېلابېلو ټولګیو ته جذب کړي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

په دې توګه د ملي تدارکاتو ریاست د ۲۰۵۸۰ ګڼې، ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې، د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان ښوونځیو ته جذبېږي

د لغمان ولایت پوهنې ریاست له لوري ملک ته د راستنېدونکو کډوالو له ډلې د ۱۲۵ تنو ماشومانو د ښوونیزې کچې د تثبیت په موخه، له اووم تر دولسم ټولګي پورې د شاملېدو ازموینه واخیستل شوه.
د یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۰
Background image

پوهنې وزارت له لوري د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري توکو وېش بهیر پیل شو

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست لخوا، د یاد وزارت د محترم مشرتابه، د کابل ولايت او ښار پوهنې رٸيسانو، د ساينس مرکز او ځينو مرکزي رٸيسانو په حضور کې، د يو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو. . .

BACK TO NEWS