د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو او پلان او پالیسۍ ریاستونو نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۹
3615

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لپاره نوی رئیس مولوي حبیب الله مؤذن او د پلان او پالیسۍ ریاست لپاره نوی رئیس مفتي حبیب الله نوري، د یاد وزارت د دفتر د لوی رئیس شیخ محمد طاوس طارق له لوري د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دغو مراسمو کې شیخ محمد طاوس طارق د دواړو ریاستونو کارکوونکو ته د نویو رئیسانو د معرفۍ ترڅنګ، د چارو پر ښه تنظیم، همغږۍ، د مسئولیت احساس، اطاعت او په ګډ کار ټینګار وکړ. 
نوموړي وویل، چې د ادارو پرمختګ او د موخو د ترلاسه کولو لپاره د مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ همکاري، همغږۍ او متقابل تفاهم مهم ارزښت لري.
همداراز، نویو رئیسانو هم د خپلو خبرو پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسره کولو، د اداري چارو د لا ښه والي او د کارکوونکو سره د نږدې همغږۍ لپاره به جدي هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د اطلاعاتو، رسنیزو اړیکو او عامه پوهاوي په برخه کې مهم مسئولیتونه پر مخ وړي او د پلان او پالیسۍ ریاست بیا د وزارت د ستراتیژیکو پلانونو، پالیسۍ جوړونې او پرمختیایي برنامو د تنظیم او تعقیب چارې سمبالوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د دوو تنو نویو رئیسانو پېژندګلوۍ غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې (د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو، د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو پېژندګلوۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

په دې توګه د ملي تدارکاتو ریاست د ۲۰۵۸۰ ګڼې، ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې، د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان ښوونځیو ته جذبېږي

د لغمان ولایت پوهنې ریاست له لوري ملک ته د راستنېدونکو کډوالو له ډلې د ۱۲۵ تنو ماشومانو د ښوونیزې کچې د تثبیت په موخه، له اووم تر دولسم ټولګي پورې د شاملېدو ازموینه واخیستل شوه.
د یادې. . .

BACK TO NEWS