په جوزجان ولایت کې د ښوونیزو پروژو جوړولو او بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۵۵
بلت

د جوزجان ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې د تعلیمي برخې د ودانیزو، ترمیماتي او اوبو رسولو پروژو چارې، چې څه موده وړاندې د څه باندې ۱۳۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي لعل‌جان راشد وویل چې دغه پروژې د پوهنې ریاست له یوه همکار بنسټ سره په ګډه پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د شبرغان ښار د جلال‌آباد لېسې لپاره د ۱۰۳ زره او ۸۶۳ ډالرو په لګښت شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، تشنابونه، احاطوي دېوال، د اوبو څاه او د لمریز برېښنا په سیسټم سمبال د اوبو ذخیره جوړه شوې ده.
همداراز د شبرغان ښار د افشارخانې منځني ښوونځي لپاره د ۲۴ زره او ۳۸۲ ډالرو په لګښت ۳۶۴ متره احاطوي دېوال جوړ شوی دی.
دغه راز د آقچې ولسوالۍ د ینګي‌اریغ نجونو ښوونځي د څښاک اوبو څاه، د لمریز سیستم او د اوبو ذخیره هم ترمیم او بېرته فعاله شوې ده، چې ۸۴۵۳.۶۳ ډالر لګښت پرې راغلی او چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS