د پوهنې لنډه تاریخچه

د پوهنې لنډه تاریخچه
لومړی پړاو: ښوونه او روزنه هغه عنصر دی چې د اسلام مبارک دین له را رسېدو سره سم  په دې هېواد کې خپره شوه.
دوهم پړاو: عصري تعلیم  د لویدیځو افکارو پر بنسټ پیلېږي.
درېیم پړاو: ښوونې او روزنې لاندې درې اصلي ځانګړتیاوې درلودې:
۱- د چټک پرمختګ لپاره د پلان جوړونې مېتود غوره کول.
۲- د ښوونځيو سیسټم د پرمختګ لوړه کچه او د ښوونځيو لپاره د خلکو مخ په زیاتیدونکې غوښتنې، چې پایله یې د داخلېدو شمېر کې چټک زیاتوالی دی.
۳- د هغه مهم او بنسټیز رول پېژندل چې کولی شي، د تعلیم د پرمختګ په پروسه کې اساسي نقش  ولري.
۴- د (۱۳۳۶) کال د معارف له لومړي ‎پلان څخه مخکې، ښوونې او روزنې یو دودیزه بڼه درلوده، چې په کورونو، جوماتونو او ښوونځیو، د پاچاهانو په دربارونو او مذهبي مرکزونو کې تدریس کېده.
د عصري تعلیم پیل
د  امیر حبیب‌الله خان واکمنۍ دوره د پوهنې لپاره یوه طلایي دوره ګڼل کېږي او په ۱۲۸۲ لمریز کال کې یې د جیبیې عالي لېسه بنسټ کېښود؛ چې له دې سره جوخت یې سردار نصرالله خان نایب السلطنه د معارف د تنظیم چارو لپاره د لومړۍ درجې مسئول په توګه وټاکه.
د حبیبیې لېسې سربېره په ۱۲۸۹ لمریز کال کې لومړی حربي ښوونځی جوړ شو.
 په ۱۲۹۲ لمریز کال کې لومړی دارالمعلمین او هم تاسیس شو.
په ۱۲۳۹ لمریز کال کې ۵ بابه لومړني ښوونځي جوړ شول.
په ۱۲۹۷ لمریز کال کې لومړی طبي ښوونځي تاسیس شوږ
په ۱۲۹۰ لمریز کال کې د معارف انجمن تاسیس شو.
په ۱۲۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د لومړنیو ښوونځيو او دارالمعلمین لپاره تدریسي نصاب ترتیب شو.
د امیرامان الله خان په دوره کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر لومړني ښوونځي تاسیس شول، بهرني مربیون، استادان او متخصصین هېواد ته را دعوت او د پوهنیزو مؤسسو په تشکیلاتو کې مقرر شولږ
له ۱۲۹۹ څخه تر ۱۳۰۱ لمریز کال پورې ښاغلي سردار سلیمان د پوهنې د لومړي وزیر په توګه پوهنیز فعالیتونه یې په مرکز او ولایتونو کې پراخ کړل او د معارف مجله چې د عرفان اوسنۍ مجله یې ځای‌ناستې ده، د څرګندونو له مخې نوموړي ته د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزیر لقب وکارول شو.
همدارنګه سردار سلیمان خان په ۱۲۹۹ لمریز کال کې یوه لایحه جوړه کړه چې د تدریس د پرمختګ او ښه انتظام لپاره ګټوره ثابته شوه.
د محمد ظاهرشاه د ۴۰ کلنې واکمنۍ پر مهال پوهنیز نظام په تدریجي توګه پرمختګ وکړ او د یادې برخې لپاره پراختیایي پلانونه جوړ شول او په ۱۳۴۳لمریز کال کې په اساسي قانون کې زده‌کړه د ټولو افغانانو مساوي حق وګڼل شو.
په ۱۳۳۱ کال کې، معارف مطبعه جوړه شوه او د درسي کتابونو چاپ یې پیل کړ.
- عصري زده کړه له پیل څخه وړیا وه.
- عصري زده کړه په پیل کې د مرکزي حکومت لخوا اداره کېده او د مرکزي اداري سیسټم پر بنسټ وه.
په ۱۳۳۶ کال کې د پوهنې ادارې لپاره دوه مرستیالان وو، (د تدریس مرستیال، اداري مرستیال) او د تطبیق او څارنې کمېټه هم د وزارت تر واک لاندې شتون درلود.
- څانګې، تالیف او ژباړه، تفتیش، پښتو ټولنه، د لومړنیو زده‌کړو د تاریخ ټولنه، منځنۍ زده کړې، د مسلکي زده کړو ریاست، د سوداګریزو صنایعو د تعلیم ریاست.
لومړنۍ زده کړې (۱۳۱۹-۱۳۳۵)
- په ۱۳۹۱ کال کې یو نوی لومړنی نصاب معرفي شو او درسي کتابونه د دې نصاب سره سم بیاوکتل شول او چاپ شول.
- د لومړنیو ښوونځیو درسي کتابونه په نستعلیق رسم الخط کې چاپ شول، د پښتو ژبې د سیمو لپاره لومړی پښتو کتاب چاپ شولږ
- په ۱۹۵۳ کال کې، د امریکایی ښوونکو یوه ډله د امریکایي مرستې له لارې کابل ته راغله ترڅو د تدریسي کارکوونکو پیاوړتیا وکړي.
- د ابن سینا ښوونځی په پیل کې د اقتصاد لیلیې ښوونځي په نوم تاسیس شو او په ۱۹۴۶ کې د مرکزي لیليې ښوونځي په نوم ونومول شو.
- تخینکي منځنی ښوونځی په ۱۹۵۱ کې تاسیس شو.
- یونیسف له ۱۹۴۹ راهیسې په افغانستان کې کار پیل کړ.
- د یونیسکو پلان جوړونکی ټیم د ۱۹۶۴ کال د دسمبر راهیسې په پوهنې په وزارت کې کار پيل کړ.
- د امریکا مرستې لومړی ځل په ۱۹۵۱-۱۹۶۵ کې د کرنې او پوهنې په پروژو کې پیل شوې.
- د پوهنې لپاره د فرانسې مرستې د دواړو حکومتونو ترمنځ د اګست په ۲۱، ۱۹۶۶ کې لاسلیک شوې.
- د دواړو حکومتونو ترمنځ د جون په ۲۷، ۱۹۵۱ کې د تخنیکي منځني ښوونځي د پراختیا په اړه لومړی تړون لاسلیک شو.
- په ۱۹۵۴ کې، د افغانانو لومړۍ ډله د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو پروژو کې د زده کړې لپاره بهر ته واستول شوه.
- لومړی پنځه کلن پلان له ۱۳۳۶ څخه تر ۱۳۴۰ پورې و.
- دویم پنځه کلن پلان له ۱۳۴۱ څخه تر ۱۳۶۴ پورې و.
- د تعلیم لپاره درېیم پنځه کلن پلان په ۱۳۴۶ کې پیل شو.
د سردار محمد داود خان واکمنۍ پرمهال د پوهنې ډګر د ځینو لویو بدلونونو سره مل و، چې د پوهنې له وزارت څخه د لوړو زده‌کړو د مؤسسو بېلوالی، د لوړو زده‌کړو د وزارت تاسیس، د تعلیمي دورو څرنګوالی او له آتم ټولګي څخه وروسته د زده‌کوونکو کانکور ازموینه یې څرګندې نښې دي. 
له بده‌مرغه د  ۱۳۵۷ پر سردار محمد داودخان باندې تر کوتاه وروسته په هېواد کې پوهنیز نظام ته خورا درانه زیانونه واوښتل، چې یو وروسره د جګړو پرمهال زموږ د هېواد ښوونیز نظام وېجاړ او زیاتره علمي شخصیتونه له هېواد څخه کډوالۍ ته مجبور شول؛ مګر په هېواد کې د روسانو ماتې او ورپسې په هېواد کې د کورنیو جګړو په اوږدو کې بیاهم پوهنیز نظام له متزلزل حالت سره مخامخ و.
ورپسې د ۱۳۸۱ لمریز کال څخه تر ۱۴۰۰ لمریز پورې د کمیت له لحاظه په پوهنیز ډګر لوی تحولات رامنځته شول چې بیاهم د کیفیت له مخې هومره پرمختګ یې ونه کړ لکه څنګه چې دې ملت غوښتنه درلوده.
مګر له نېکه‌مرغه د ۱۴۰۰ لمریز کال څخه راپدېخوا په پوهنیز ‌ډګر کې خورا زیات مثبت بدلونونه رامنځته شول چې تر ټولو مهم یې، د دیني او عصري علومو ترمنځ د واټن ختمول، د هېواد هغو برخو ته تعلیمي خدمتونه رسول کوم چې له تېرو څو لسیزو څخه د پوهنیزو خدماتو څخه بې برخې وو. همدارنګه د عصري علومو سربېره دیني علومو پرمختګ او پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه ترسره شوه، چې په الهي نصرت سره دغه لړۍ لااوس هم دوام لري.