د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښار د شاهي کلا کلي جمهوریت لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
یاد درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو او علمپروره کسانو په شخصي لګښت جوړېږي، چې په کې کتابتون، د کمپیوټر ټولګی، ازمېښتون او درسي خونې شاملې دي. د غې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګلولي متقي، د دغو ټولګیو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د خلکو او علمدوستو اشخاصو له مرستو او هڅو څخه مننه وکړه او د پوهنیز نظام د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې یې د هغوی همکارۍ وستایلې.
