د هلمند ولایت د دیني مدارسو مهتممینو لپاره ښوونیزه غونډه ترسره شوه
د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند ۲۳ دیني مدارسو مهتممینو ته د احصائیوي فورمونو ترتیب او ډکولو په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو.
د مسوولینو په وینا، په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د احصائیوي فورمونو د سم، دقیق او معیاري ډکولو لارې چارې تشرېح او د فورمونو د هرې برخې په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
همدارنګه له هغوی وغوښتل شول چې د مدارسو د تعلیمي او اداري چارو ښه تنظیم په موخه کره او دقیق احصائیوي معلومات چمتو او ثبت کړي.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ټول احصائیوي فورمونه په دقت سره ترتیب او ډک شول.
دغه راز، د اداري کتابونو د تنظیم او ساتنې په اړه هم اړینې عملي سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.
