د سرپل ولایت په یوه مدرسه کې د اړینو ملحقاتو اسانتیاوې برابرې شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۵۶
\ظط\ظط

د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ اړوند « د امام مبلغ فرشقان کلان» دیني مدرسې لپاره د ۱۲ تشنابونو  جوړولو چارې د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سانچارک ولسوالۍ د پوهنې یو تن مسوول وویل:« د دغې پروژې لګښت د یوه علم‌پرور شخصیت او د سیمې د خلکو په همکارۍ تمویل او پلي شوی، چې د مدرسې د روغتیايي او حفظ‌الصحې اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي».

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۶
Background image

رسنيز بلنليک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست او ساینس مرکز مؤلفانو او علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې او روزنې پوهنتونونو او همدارنګه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

(له شنبې څخه تر پنجشنبې، د ۱۴۰۵/۴/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې)

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
Background image

په کابل ښار کې د یوه دارالعلوم د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه (رحمة‌الله‌علیه) عالي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوم. . .

BACK TO NEWS