په هلمند ولایت کې ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۳
ضصقثضق

د هلمند ولایت په ښوونځیو کې د نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ، د پوهنې یوه همکار بنسټ په ملاتړ پیل شو.
یاده ښوونیزه برنامه په موسی‌قلعه، بغني او باغران ولسوالیو کې پيل شوې او ټاکل شوې ده چې په تدریجي ډول ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.
د سیمینار بنسټره موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د تدریس د مېتودونو پیاوړتیا، د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه‌والی، د هغوی د ښوونیزو لاسته‌راوړنو زیاتوالی او همدارنګه د ښوونیزو او اداري چارو لا اغېزمن تنظیم دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۶
Background image

رسنيز بلنليک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست او ساینس مرکز مؤلفانو او علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې او روزنې پوهنتونونو او همدارنګه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

(له شنبې څخه تر پنجشنبې، د ۱۴۰۵/۴/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې)

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
Background image

په کابل ښار کې د یوه دارالعلوم د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه (رحمة‌الله‌علیه) عالي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوم. . .

BACK TO NEWS