د زابل ولایت د ځینو ښوونیزو بنسټونو استادانو لپاره علمي او ښوونیزه ناسته ترسره شوه
د ښوونیزو چارو لا ښه والي، د تدریسي کیفیت لوړولو او د ښوونیز نظم پیاوړتیا په موخه، د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځيو ۳۰ تنو مدرسینو او ښوونکو لپاره یو ورځنۍ ښوونیزه ناسته جوړه شوه.
په یاده ناسته کې ویناوالو ټینګار وکړ، چې د ښوونکو او مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د معیاري تدریس دودول او د لا منظم ښوونیز چاپېریال رامنځته کول د زدهکړو د کیفیت ښه والي له اساسي عواملو څخه شمېرل کېږي.
همدارنګه، له استادانو وغوښتل شول چې د تدریس پر مهال ښوونیز اصول په دقیقه توګه مراعات کړي، وخت ته ژمن واوسي او د زدهکوونکو سالمې او هر اړخیزې روزنې ته ځانګړی پام وکړي.
