د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۷
65456

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب سره وکتل.
په ياده لیدنه کې دواړو لوريو د هېواد د دیني او ښوونیزو چارو د لا ښه انسجام، متقابلې همکارۍ او ګډې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دواړو وزارتونو ترمنځ به د همکارۍ او همغږۍ اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوريو د دیني او تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا، د قرآني علومو د ودې او د دیني خدمتونو د اغېزمنتیا لپاره د دوامدارې همغږۍ او ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۷
Background image

د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب سره وکتل.
په ياده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۱
Background image

د عمومي زده کړو درسي کتابونو د مسودې په اړه د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ علمي برنامه پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت په نوښت، د عمومي زده کړو له اووم څخه تر نهم ټولګیو پورې د ساینس او ریاضیاتو د درسي کتابونو د مسودې منځپانګې ارزونې او پیاوړتیا په موخه، د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ علمي برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده. . .

BACK TO NEWS