په لوګر ولایت کې له یوه ښوونځي سره د ۴۵ زره افغانیو مرسته وشوه
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ له مرکزي لېسې سره د یادې لېسې د دوو تنو فارغانوهریو محمد آصف محمدي او عبدالواحد حسینخېل له لوري د ۴۵ زره او ۵۵۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
ټاکل شوې دغه مرسته د لېسې د غونډو ترسره کولو لپاره د یوه فلزي سیوري جوړولو په برخه کې ولګول شي.
د یادونې وړ ده چې د روان تعلیمي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د لوګر ولایت اوسېدونکو د پوهنې ملاتړ په موخه د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره په ټولیز ډول له ۱۰ میلیونو افغانیو څخه ډېره مالي مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د علمپروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه قدرداني کوي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې د زدهکړې او روزنې د بهیر پیاوړتیا لپاره مرستې کوي.
