د کابل ولایت په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیزه برنامه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۵
295

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو ښوونکو ته یو ورځنۍ اصلاحي او ښوونیزه برنامه ترسره شوه.
په یاده برنامه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معين محترم شیخ نورمحمد حقاني، د کابل ولايت والي محترم مولوي امین‌الله عبید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌خان سروري، یو شمېر نورو مسوولینو، علماءکرامو او ښوونکو ګډون درلود.
دغه برنامه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د جماعت د لمانځه ارزښت، د ښوونکو د دیني او اخلاقي مسوولیتونو او د زده‌کوونکو د سالمې روزنې په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې د اسلامي شریعت د لارښوونو په رڼا کې د زده‌کوونکو ښوونه او روزنه په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو آورېدلو وزارت مسلکي معين محترم شیخ نور محمد حقاني د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی  د فرمانونو په اړه علمي وینا وکړه او د هغو د عملي کېدو د اهمیت په تړاو يې ګډونوالو ته لازم وضاحتونه وړاندې کړل٠
هغه د ښوونکو رول د یادو لارښوونو په پوهاوي او پلي کېدو کې خورا مهم وباله.
په ورته مهال، د کابل ولایت والي محترم مولوي امین‌الله عبید د ښوونکو صورت، سیرت او پر زده‌کوونکو د مثبت اغېز په اړه خبرې وکړې. 
نوموړي د ښوونکو نېک کردار، غوره اخلاق او عملي بېلګه د زده‌کوونکو د شخصیت جوړونې له مهمو عواملو څخه وبلل.
د غونډې په جريان کې حاضرينو ته د اميرالمٶمنين حفظه الله تعالى پنځه ماده ييز حکم  هم ولوستل شو، چې پکې د صورت او سيرت په بشپړ سمون، ټولو کارکوونکو ته د لمانځه په زده کړې، د اطاعت اغېزې رسالې پر لوستلو، د شريعت مطابق د ږيرې او سر د وېښتانو په برابرولو، د خولۍ پر سر کولو سربېره د لمانځه وخت کې د لنګوټې په تړلو او منسوبينو ته پر جماعت د لمانځه کولو لارښوونه شوې٠
دغه راز  په ذکر شوې علمي او اصلاحي برنامه کې ویناوالو د حیا او عفت د ارزښت، د نامناسبو او پردیو فرهنګي اغېزو د مخنیوي، د لمانځه د مقام او اهمیت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسوولیتونو او د ښوونکي د دیني او ټولنیز رسالت په اړه هم لازمې علمي او اصلاحي لارښوونې وړاندې کړې.
همدارنګه، د ښوونکو استازو د یادې علمي او اصلاحي برنامې له جوړېدو خوښي څرګنده او د دغه ډول پروګرامونو دوام یې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره مهم او اغېزناک وباله.
یاده علمي او اصلاحي برنامه د ميربچه کوټ ولسوالۍ د امنيې قوماندان محترم مولوي عبدالله لخوا د موضوع اړوند په لنډې علمي وینا او مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS