په کاپیسا کې د ښوونځيو د زدهکوونکو ترمنځ د علمي نوښتونو نندارتون جوړ شو
د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اړوندو ښوونځيو د تخنیکي او علمي نوښتونو د نندارتون مراسم، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو او د یو شمېر ښوونځيو د زدهکوونکو ترمنځ ترسره شول.
په دغه نندارتون کې د زدهکوونکو په لاسونو جوړ شوي توکي، نوښتونه او پروژې نندارې ته وړاندې شوې، چې د ساینس مرکز عمومي مدیریت د مؤظف پلاوي له لوري تر اروزنې وروسته نمرې ورکړل شوې.
