په هرات کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ اړوند چهار باغ منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي نوې یو پوړیزه ودانۍ د یو همکار بنسټ له ملاتړ د ۲۵ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې په کې ۱۲ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، احاطوي دېوال، د څښاک پا کو اوبو څاه او نور اړین ملحقات شامل دي.
د ودانۍ په بشپړېدو سره به د سلګونو زدهکوونکو لپاره د مناسبې او معیاري زدهکړې زمینه برابره شي.
د هرات پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د ښوونځیو د درسي ودانیو جوړول او ترمیمول د پوهنې وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل، چې دغه وزارت هڅه کوي د معیاري ودانیو په جوړولو سره زدهکوونکو ته د خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال زمینه برابره کړي.
