د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د ښوونکو د مسلکي وړتيا لوړولو په اړه خبرې وشوې او د لا ښه والي په موخه یو شمېر مهمې لارښوونې او سپارښتنې شریکې شوې.
ورپسې د مسلکي پراختیا غړو د خپلو فعالیتونو او کاري تجربو په اړه معلومات وړاندې او د ښوونکو د مسلکي ودې او د تدریسي کیفیت لوړولو په تړاو یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
