د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس پکتیا ته سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۵۲
sasasd

د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته لاړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي سره وکتل.
په دې لیدنه کې نوموړي د خپل سفر موخه، اړوند پروګرامونه او هغه فعالیتونه چې د سفر په ترڅ کې به ترسره شي، د پکتیا د پوهنې له رئیس سره شریک کړل.
په ورته مهال، د پکتیا د پوهنې رئیس نوموړي ته ښه راغلاست ووایه او د اړوندو چارو لا ښه ترسره کېدو په موخه یې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د لیدنې په پای کې دواړو لوريو د استعدادونو د پېژندنې او ارزونې او د ښوونیز بهیر د لا پیاوړتیا په برخه کې پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS