په سرپل کې یوې مدرسې لپاره د یو محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ منبعالعلوم روحاني مدرسې لپاره د یوه محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره د مرحوم الحاج دینمحمد خان د یو شمېر خیرخواه لمسیانو له لوري د ۱ میلیون او ۸۵ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د یاد جومات په جوړېدو سره، چې د شاوخوا ۳۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت به ولري، د طلابو لپاره به د عبادت مناسب ځای برابر شي.
