په هرات کې د یوه ښوونځي لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۲۷
سیبطز

د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو او د درسي ټولګیو د کمښت ستونزې حل په موخه، د هرات ولایت زنده‌جان ولسوالۍ اړوند چهاردره لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې د یاد ښوونځي د شورا د غړو په همکارۍ، د ۱ میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت سره پیل شوې.
د دغو درسي ټولګیو په جوړېدو سره به د ښوونیز ځای د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره او د زده‌کوونکو د زده‌کړې لپاره به مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS