په فراه کې د پوهنې ریاست یو شمېر اداري کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې برنامه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۲
2

د فراه ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شمس‌الله کامران آخندزاده په حضور کې، د ښوونځیو مسوولینو او د یاد ریاست د مرکزي هستې اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه رسماً پیل شوه.
د دغه روزنیز پروګرام اساسي موخه د ګډونوالو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري او مدیریتي مهارتونو پیاوړتیا، د پلان جوړونې او راپور ورکولو په برخو کې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د ښوونځیو او د پوهنې ریاست په کچه د اداري چارو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره د زمینې برابرول دي.
تمه ده چې د یادې برنامې په بشپړېدو سره ګډونوال وکولای شي، خپلې اداري او مدیریتي چارې په لا ښه، منظم او مسلکي ډول ترسره او ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو اړوندو برخو کې پلي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس په جوزجان کې د ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس له خپل مل تخنیکي پلاوي سره، په جوزجان کې یو شمېر ښوونځیو ته د نویو ودانیو جوړولو له پروژو څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS