پکتیکا کې له ښوونځیو سره د څه کم ۲ میلیونه افغانیو مرسته شوې
د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره د خلکو، قومي مشرانو او ښوونیزو شوراګانو له لوري د ټولټال ۱ میلیون، ۹۶۸ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت بېلابېلې مرستې شوې دي.
یادې مرستې د ښوونځیو د ودانیو ترمیم، د اوبو رسولو د سیسټمونو جوړولو او بیارغولو، د جوماتونو جوړولو، د ښوونیزو ودانیو د ښه والي او د اړینو توکو برابرولو په برخو کې لګول شوې دي.
د پکتیکا پوهنې رئیس، محترم مولوي عبدالوکیل خالد، په دې اړه ویلي چې د خلکو او معارف ترمنځ همکاري د ښوونځیو د پرمختګ لپاره ارزښت لري او د همغږۍ له لارې د ښوونیزو بنسټونو ګڼې ستونزې حل کېدای شي.
