لغمان کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې بشپړې شوې
د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ اړوند اندرور لېسې بیارغونې چارې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د زدهکوونکو او ښوونکو د اړتیاوو پوره کولو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه، د یاد ښوونځي په ساحه کې د ۱۶۰ مترو په ژوروالي یو څاه هم کېندل شوی دی.
د یاد ښوونځي بیارغونې مالي لګښت د دوو تنو معارف دوستو شخصیتونو، حاجي عبدالوکيل رسولي او استاد محمد رسول طاهري له لوري ورکړل شوی.
