په هرات کې زده‌کوونکو لپاره ۴۵۰ مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۶
6

د هرات ولایت پوهنې ریاست د شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې، د بیت‌المال د ساتنې او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، د روان کال له پیل راهیسې د زړو او خرابو مېزونو او څوکیو د بیارغونې بهیر پیل کړی.
د دغه بهیر په دویم پړاو کې، ۴۵۰ مېزونه او څوکۍ تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوې او ټاکل شوې ده، هغو ښوونځیو ته ووېشل شي چې د مېزونو او څوکیو له کمښت سره مخ دي.
د هرات پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني وایي چې دغه ریاست هڅه کوي د شته امکاناتو په کارولو او د زړو وسایلو په ترمیم سره د ښوونځیو اړتیاوې تر خپله وسه پوره او زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS