افغانستان پوهنه د بنسټیزو اصلاحاتو په مسیرکې/ "د پوهنې لسیزې ستراتیژیک سند" په وروستي پړاو کې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۲۴
افغانستان پوهنه د بنسټیزو اصلاحاتو په مسیرکې/ "د پوهنې لسیزې ستراتیژیک سند" په وروستي پړاو کې

پوهنې وزارت- کابل: "د پوهني لسیزې ستراتیژیک سند" چې د افغانستان د ښوونې او روزنې د بنیادي اصلاحاتو په لاره کې یو مهم او تاثیر لرونکي سند دي د پوهنې وزیر"داکتر محمد میرویس بلخی" په شتون کي وروستي پړاو ته چمتو شو

داکتر بلخي په دي اړه د مسؤلو چارواکو سره خبري وکړي او د پوهني لسیزي ستراتیژیک سند يي غوره پوهنې ته د رسیدو په لاره کي یو مهم هدف و باله

پوهنې وزیر "زده کونکي"، "ښوونکي"، "تعلیمي نصاب"، "ښوونځي"، "اداره" او "شوراګاني" په هیواد کې د ښوونې او روزني په برخه کی ۶ اساسي عناصر وبلل او زیاته یې کړه: د پوهنې په لسیزه کي غواړو چې د بنسټیزو اصلاحاتو په راوستلو او په یادو عناصرو کار وکړو چي په پاي کي به یو خوځنده او په نورمونو او معیارونو برابر د ښوونې او روزنې لوړو درجو ته ورسیږو

دغه راز "شمولیت"، "کیفیت" او "مدیریت" په هیواد کې د زده کړي په برخه کي دري موثري برخي دي چي د پوهنې لسیزي په ستراتیژیک سند کي پري بحث شوی دي

د یادوني وړ ده چي د پوهنې وزارت مشرتابه یوه ښوونیزه لسیزه چی ۱۲ کاله (له لمړي ټولګي نه تر دولسم ټولګي) پوري ده د پوهنې لسیزي په نامه یاده کړه او ویي ویل چي پدي لسیزه کي به د هیواد په پوهنه کي اساسي پړاو رامینځ ته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS