په سرپل کې د زدهکوونکو ترمنځ د سیرتالنبي «صلیاللهعلیهوسلم» ستره سیالي ترسره شوه
د سرپل ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځیو د ۳۱۲ تنو زدهکوونکو ترمنځ د سیرتالنبي (صلیاللهعلیهوسلم) ستره سیالي ترسره شوه.
د دې سیالۍ موخه د حضرت محمد مصطفی (صلیاللهعلیهوسلم) له مبارک سیرت سره د زدهکوونکو لازیاته بلدتیا، د هغوی د دیني معلوماتو پیاوړتیا او مطالعې ته د هڅونې ترڅنګ، د سالمې علمي سیالۍ دودول دي.
