د پوهنې محترم وزیر او مل پلاوي د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې له ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۵
adss

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده او د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال، د پلاوي غړو د کلنیو ازموینو لپاره د پوښتنو د چاپولو بهیر له نږدې ولید او د یاد ریاست رئیس او کارکوونکي یې د ازموینو د چمتووالي او ترسره کولو په برخه کې وهڅول.
ټاکل شوې ده، چې دغه متمرکزې او یوشان ازموینې د کابل ښار سربېره  په ۲۷ سړو سیمو او ولایتونو کې ترسره شي، چې په ترڅ کې به یې د لسمو ټولګیو زده‌کوونکي په څلورو مضمونونو؛ اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا او لومړۍ ژبه کې او د کابل ښار د یوولسمو ټولګیو زده‌کوونکي په شپږو مضمونونو؛ اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا، لومړۍ ژبه، بیولوژي او جغرافیه کې ازموینه ورکړي.
د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا متمرکزې ازموینې د ښوونیزو پایلو د ارزونې او د ازموینو بهیر د معیاري کولو لپاره مهمې وبللې.
نوموړي د دغو ازموینو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د یاد بهیر د بریالي تطبیق لپاره به له اړوند ریاست سره لازمه همکاري وکړي.
د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو د ارزونې ریاست، د پوهنې وزارت د ازموینو اړوند مسوولې ادارې په توګه، هڅه کوي چې د ازموینو پوښتنې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ترتیب او چاپ کړي، څو د ازموینو بهیر په منظم، متمرکز او یوشان ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS