په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو
د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او ودانیزو پروژو د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د ګیان ولسوالۍ لستور لېسې د ۱۲ ټولګیو او د برمل ولسوالۍ ابراهیمخېل لېسې د ۱۲ ټولګیو د جوړولو پروژو د تطبیق بهیر هم له نږدې وڅاره او اړوندو مسوولينو ته يې اړينې لارښوونې وکړې.
