په کونړ کې یوه ښوونځي ته د ۲۷۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت ښوونیزې اسانتیاوې برابرې شوې
د کونړ ولایت مرکز اړوند «دندونو» عالي لېسې د ښوونیزو امکاناتو پیاوړتیا او د تدریسي بهیر لاښهوالي په موخه، د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۲۷۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت ښوونیز وسایل او ازمېښتوني تجهیزات برابر شوي دي.
د یادو ولسي همکاریو په لړ کې، د ۶۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت د کمپیوټر یو ټولګی، د ۱۰ زره افغانیو په ارزښت د عملي زدهکړو یو ازمېښتون او د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا شبکه جوړه او فعاله شوې ده.
