په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه
د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د دغه برنامې موخه د ښوونکو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د تدریس د اغېزناکو لارو چارو پراختیا او د ښوونې او روزنې په بهیر کې د نويو او اغېزمنو میتودونو دودول دي، څو ښوونکي وکولای شي په خپلو درسي فعالیتونو کې له ترلاسه شویو زدهکړو او مهارتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي٠
