د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست اړوند اسلامي څانګې مسوول غزني ولایت ته سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۲۰
56161

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د اسلامي څانګې مسوول محترم مولوي محمد عاقل روحاني، د صنفي اصولو د زده‌کوونکو ارزونې په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي ياد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د غزني ولایت مرکز  سربېره په قره‌باغ، ده‌یک او اندړو ولسوالیو کې د صنفي اصولو د زده‌کوونکو د چټکې ارزونې د موخو او تطبیقي پلان په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د دغې ارزونې اساسي موخه د صنفي اصولو د زده‌کوونکو د اوسني ښوونیز وضعیت معلومول، د هغوی د زده‌کړې کچې ارزول او د تدریسي بهیر د کیفیت په اړه د کره معلوماتو راټولول دي، څو د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ د ښوونیزو چارو لا ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
ټاکل شوې ده، چې یاده ارزونه د شپږو کاري ورځو په ترڅ کې د شپږو ځانګړو کاري ټیمونو له لوري ترسره شي، چې څلور ټیمونه به د هلکانو او دوه نور ټیمونه به د نجونو د صنفي اصولو زده‌کوونکو ارزونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا (د قرارداد ورکولو د پرېکړې اعلان)

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د دغه وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتي سیسټم د اړتیا وړ ۸ قلمه تخنیکي او اداري توکو د برابرولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۳۰
Background image

په بغلان کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بغلان ولایت پوهنې ریاست له لوري له ۱۲۲ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د دغې ازموینې موخه د زده‌کوونکو د علمي پوهې او تعلیمي معلوماتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت چارواکو، د کابل ولایت پوهنې مسوولینو، علماءکرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د. . .

BACK TO NEWS