د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې د پوهنې لپاره د څه باندې ۳.۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت پراختيايي فعالیتونه ترسره شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۵۹
65465

د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د کابل ولایت د خاک‌جبار او سروبي ولسوالیو په تعليمي بنسټونو کې د ښوونیز چاپېریال لاښه والي په موخه، د ۳ میلیونه، ۳۱۹ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بېلابېلې مرستې او پراختیايي فعالیتونه ترسره شوي دي.
په دغو فعالیتونو کې د احاطوي دېوالونو جوړول، د ښوونځیو د درسي ټولګیو ترمیم، د پاکو اوبو برابرول، د درسي موادو او قرطاسیې پېرودل او نور اړین فعالیتونه شامل دي.
یادې مرستې د خیریه بنسټونو، معارف دوسته اشخاصو، خصوصي سکټور او د ښوونځیو د ښوونیزو شوراګانو په همکارۍ برابرې شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د علم پروره خلکو او خیریه بنسټونو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS