د پوهنې وزیر داکتر بلخي د کابل ښار عبدالهادي داوي له لیسي څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۲۰:۰
د پوهنې وزیر داکتر بلخي د کابل ښار عبدالهادي داوي له لیسي څخه لیدنه وکړه

د پوهني وزارت- کابل: د پوهنې وزیر داکتر بلخي د ولایتي او مرکزي ښوونځیو لیدلو په لړ کي دا ځل د کابل ښار نهمي ناحیي د عبدالهادي داوي له عالي لیسي څخه د ښوونیزو خدمتونو او ټولګيو نه لیدنه وکړه او د دي تر څنګ يي د ښوونځي تدریس او زده کړي له پروسي نه بیا کتنه وکړه.

د پوهنې وزیر داکتر بلخي د نوموړي لیسه د مدیر او ښوونکو څخه د پرتو ستونزو له اوریدو وروسته وویل چي د پوهنې وزارت مشرتابه په مرکز او ولایتونو کي د ښوونیزو خدمتونو د لاپراختیا ملاتړ کوي

د یادوني وړ ده چي د عبدالهادي داوي لیسه د لمړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوری ۳۳۰۰ زده کوونکو ته د ښووني او روزني خدمتونه وړاندي کوي او یاده لیسه ۸۷ ټولګي لري چه په سهار، ماسپښین او د شپي له خوا زده کړي وړاندي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS