مطبوعاتی اعلامیه
پوهنې وزارت له یوې داخلي چاپي کمپنۍ سره د اسلامي زده کړو د ۱،۹ میلیونه جلده کتابونو د چاپ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او د سرور سعادت مطبعې د مشر تر منځ د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پراساس به د اسلامي مدارسو ۱،۹ میلیونه جلده درسي کتابونه د ۱۷۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څلورو میاشتو په موده کې چاپ شي.
ډاکټر محمد میرویس بلخي د یاد قرارداد د لاسلیک پرمهال وویل: «خوشحاله یم، چې د دینې مدارسو د کتابونو د چاپ قرارداد له سرور سعادت مطبعې سره لاسلیکوم، موږ ژمن یو، چې د هېواد ګرانو ماشومانو لپاره د عمومي او اسلامي زده کړو کتابونه چاپ او د دوې تر لاسونو یی ورسو».
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې په دغه قرارداد کې شامل کتابونه به په لوړ کیفیت چاپ او په ټاکلی وخت سره به د هېواد د ټولو اسلامي مدارسو زده کوونکو ته ورسیږي.
دسرور سعادت چاپي مطبعې رییس د دولت او پوهنې وزارت له خاصې پاملرنې څخه، چې د هېواد خصوصی سکتور د پرمختګ په برخه کې یې کړي مننه وکړه، ژمنه یی وکړه، چې د یاد هوکړه لیک مطابق به یاد شوي کتابونه په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت چاپ شي.
یاد قرارداد کې د مدارسو له ۱۲-۷ ټولکیو لپاره ۱۰۷ عنوانه کتابونه شامل دي.
