مطبوعاتی اعلامیه

media-moe
Sun, Feb 24 2019 12:54 PM
moe

پوهنې وزارت له یوې داخلي چاپي کمپنۍ سره د اسلامي زده کړو د ۱،۹ میلیونه جلده کتابونو د چاپ هوکړه لیک  لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي او د سرور سعادت مطبعې د مشر تر منځ د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک پراساس به د اسلامي مدارسو ۱،۹ میلیونه جلده درسي کتابونه د ۱۷۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څلورو میاشتو په موده کې چاپ شي.

ډاکټر محمد میرویس بلخي د یاد قرارداد د لاسلیک پرمهال وویل: «خوشحاله یم، چې د دینې مدارسو د کتابونو د چاپ قرارداد له سرور سعادت مطبعې سره لاسلیکوم، موږ ژمن یو، چې  د هېواد ګرانو ماشومانو لپاره د عمومي او اسلامي زده کړو کتابونه چاپ او د دوې تر لاسونو یی ورسو».

د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې په دغه قرارداد کې  شامل کتابونه  به په لوړ کیفیت چاپ او په ټاکلی وخت سره به د هېواد د ټولو اسلامي مدارسو زده کوونکو ته ورسیږي.

دسرور سعادت چاپي مطبعې  رییس د دولت او پوهنې وزارت له خاصې پاملرنې څخه، چې د هېواد خصوصی سکتور د پرمختګ په برخه کې یې کړي مننه وکړه، ژمنه یی وکړه، چې  د یاد هوکړه لیک مطابق به یاد شوي کتابونه په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت چاپ شي.

یاد قرارداد کې د مدارسو له ۱۲-۷ ټولکیو لپاره ۱۰۷ عنوانه کتابونه شامل دي.

 

 

Latest news

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS