په ننګرهار کې د پوهنې اداري کارکوونکو ته یو ورځنۍ برنامه جوړه شوه
د ننګرهار ولایت مرکز جلالآباد ښار او د دغه ولایت د ۲۲ ولسوالیو د پوهنې آمریتونو اجرائیوي مدیرانو او د احصایې برخې مسلکي غړو ته د ارزونې او کاري پلانونو په اړه یو ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې د یادې برنامې محتویات په پوره دقت تعقیب او له وړاندې شویو مطالبوڅخه په خپلو اړوندو کاري برخو کې اغېزمنه ګټه واخلي.
