لوګر د پوهنې ریاست د هېواد د خپلواکۍ جشن ته ځانګړي تدابیر نیولي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۹:۳

د پوهنې وزارت ـ لوګر: د لوګر د پوهنې ریاست د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کلیزې جشن د نمانځنې مراسمو ته پوره چمتوالی نیولی دی.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې یاد تدابیر یې د پوهنې وزارت د رسمي لارښوونې له مخې په پام کې نیولي دي. 
د پوهنې رئیس زیاته کړه،چې د هېواد د خپلواکۍ جشن یو ملي جشن دی او د دغه جشن د نمانځلو لپاره یې یوه غونډه را بللې ده.
هغه وویل، چې په یاده غونډه کې به د دیني عالمانو او قومي مشرانو سربېره د ښوونځیو مدیران، سرښوونکي، ښوونکي او زده کوونکي برخه ولري. 
د هغه په خبره، چې د خپلواکۍ په جشن کې به زده کوونکي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو په ویاړ ترانې او مقالې وایي اوهم به د خوشحالیو اټنونه وشي. 
د پوهنې رئیس وایي، چې په یاد ورځ به د پوهنې ریاست په ګډون په ټولو دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د افغانستان درې رنګه بیرغونه وځړول شي. 
د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمریز کال کې چې له ۱۹۱۹ میلادي کال سره سمون خوري بېرته اخېستل شوې ده. 
د افغانستان استقلال شاه امان الله خان د بریتانیا له حکومته تر لاسه کړی، چې دغه ورځ هر کال په ټول هېواد کې لمانځل کېږي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

شروع کار ساختمانی تعمیر یک مدرسه در ولایت لغمان

کار ساخت تعمیر جدید مدرسه دینی سعد بن ابي وقاص (رضی الله عنه) در قریه ماشکندی ولسوالی فرشغان ولایت لغمان، به هزینه ۱.۵ میلیون افغانی روی قطعه زمین وقف شده از سوی یک تن از اهالی محل آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

برگزاری نشست ارتقای ظرفیت برای معلمان در ولایت بامیان

نشست شش‌روزه تحت عنوان «ترویج آموزش و یادگیری مؤثر» برای ۹۳ تن معلمان به صورت جداگانه و هم زمان  در ولسوالی‌ پنجاب( برای ۴۳ تن معلم) و یکاولنگ(برای ۵۰ تن معلم) ولایت بامیان آغاز شد.
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

طی سه ماه اول امسال نزدیک به ۴ میلیون افغانی با معارف ولایت بامیان مساعدت شده است

طبق گزارشات ریاست معارف ولایت بامیان؛ در ربع اول سال ۱۴۰۵ خورشیدی؛ به ارزش مجموعی ۳ میلیون و ۷۵۲ هزار و۳۵۰ افغانی، با شماری از مراکز تعلیمی در مرکز و ولسوالی‌های آن ولایت مساعدت مالی. . .

بازگشت به اخبار