د کندهار د پوهنیز بهیر د وضعیت او د ښوونځیو د تشکیل د متوازن کولو په موخه غونډه جوړه شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۱:۵۲
د کندهار د پوهنیز بهیر د وضعیت او د ښوونځیو د تشکیل د متوازن کولو په موخه غونډه جوړه شول

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار د پوهنیز بهیر د وضعیت او د ښوونځیو د تشکیل د متوازن کولو په موخه د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې غوڼده جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د پوهني وزارت د پلان او ارزوني عمومي رئیس عبدالواسع ارین، د پوهني د رئیس پوهنیار محب احمد روښان تر څنګ د پوهني ریاست د برنامو ، د ولسوالیو د پوهني او نظارت امرینو، د ولسوالیو د ښوونځیو مدیرانو او د ولسوالیو د پرمختیايي شورا استازو ګډون کړی و.
د پوهني وزارت د پلان او ارزوني عمومي رئیس عبدالواسع ارین د کندهار د پوهنیز بهیر د وضعیت او د ښوونځیو د تشکیل د متوازن کولو په موخه خبري وکړي نوموړي زیاته کړه : کندهار ته زموږ د راتګ هدف همدا دی ترڅو د یادو ستونزو د حل په موخه لاره پیدا او تر مرکزه یې ورسوو.
د پوهني رئیس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست تر څنګ وویل : کندهار پوهني ریاست ددې د پاره چي د کمیت او کیفیت له پلوه پر خپلو پښو ودریږي د (۵۰۰۰) تنو تشکیل ته سخته اړتیا لري دغه راز په ولسوالیو کي د ښځینه ښوونکو د استخدام په برخه کي منطقوي امتیازاتو ته اړتیا سته که چیري په یاده برخه کي پوهني وزارت همکاري وکړي کیدای شي په ټولو ولسوالیو کي ښځینه ښوونکي هم ولرو.
وروسته د ښاري ښوونځیو او د ولسوالیو د پوهني او نظارت امرینو په ګروپي توګه د ښوونځیو د دقیقي احصایې، صنف بندي، موجوده تشکیل او راتلونکي تشکیل په اړوند خپل نظریات او وړاندیزونه راغلي پلاوي ته وړاندي کړل ترڅو مرکزي اداره یې په اړه بشپړه همکاري وکړي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

از پروژه های ساختمانی معارف در ولایت پکتیکا نظارت به عمل آمد

محترم مولوی محمد اسحاق مقدس رئیس حفظ و مراقبت تاسیسات و املاک وزارت معارف در سفر به ولایت پکتیکا با رهبری ریاست معارف آن ولایت در مورد وضعیت کلی پروژه های ترمیماتی وساختمانی صحبت کرده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

توزیع وسایل تخنیکی حرفه برای یک تعداد صنوف سواد آموزی در ولایت بامیان

از طرف یک نهاد همکار با معارف در ولایت بامیان برای شاگردان ۳۰ صنف سوادآموزی وسایل حرفه توزیع شد.
به گفتۀ مسوولان معارف آن ولایت کمک ها برای شاگردان صنوف سواد آموزی ولسوالی ورس صورت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

یک باب مکتب در مربوطات ولایت هلمند گشایش یافت

تعمیر جدید یک باب مکتب در روستای کف چینی ولسوالی ناومیش ولایت هلمند، که به مصرف ۵۰۰ هزار افغانی از کمک های مردم محل اعمار شده است ازسوی مسوولان معارف آن ولایت افتتاح و به بهره برداری. . .

بازگشت به اخبار