د کابل  ولایت په ښار او و لسوالیو کې د پوهنې وزارت د ۵ او ۶ اداري او د ښوونکو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شول

Amiri-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ - ۱۷:۲۷
بست های معلمین 5 و 6 اداری وزارت معارف در شهر و ولسوالی های ولایت کابل به رقابت آزاد گذاشته شد

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

د ګومارنې خبرتیا: 

د کابل  ولایت په ښار او و لسوالیو کې د پوهنې وزارت د ۵ او ۶ اداري او د ښوونکو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شول.

د  وزارتونو / ادارو د پینځم او شپږم اداري بستونو او  د ښوونکو بستونو د ګومارنې رسمي بهیر په پیل سره، په لومړي پړاو کې د کابل ولایت د پوهنې وزارت د ښوونکو او د اداري برخې کمبود ۱۸۹۳ بستونه اعلان ته وړاندې شول چې ۲۷۵ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي. د نورو ولایتونو کمبود بستونه په بل پړاو کې اعلانېږي. 

غوښتونکي کولای شي  د اعلان شویو تشو بستونو نوملړ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  د ادارې له رسمي فېسبوک پاڼې، د پوهنې وزارت له ویبپاڼې او د  ازموینو ملي ادارې له ویبپاڼې ترلاسه کړي.

 د دې بستونو لپاره د غوښتنې فورمې له لاندې تعلیمي حوزو نه په وړیا توګه ترلاسه کړئ.

په کابل ښار کې د فورمو د وېش مرکزونه

1.  دویمه تعلیمي حوزه، شاه دوشمشېره جومات ته مخامخ د خواجه عبدالله انصاري لېسه

2. درېیمه تعلیمي حوزه، څلورمه کارته، افغان ټکنالوژۍ انستیتوت ته څېرمه د غازي لېسه

3. یوولسمه تعلیمي حوزه، ګولايي خیرخانه د خلیل الله خلیلي لېسه

4. شپاړسمه تعلیمي حوزه، لومړۍ مکروریان د نازو انا د ذکورو لېسه

5. د مرکز حوزه د پوهنې وزارت بشري سرچینو ریاست، درېیمه کارته کې د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو انستیتوت پخوانۍ ودانۍ

د کابل ولسوالیو د فورمو د وېش مرکزونه 

1.  مرکزي هسته د کابل ولایت پوهنې ریاست، شاه دوشمشېره 

2. د استالف ولسوالۍ پوهنې امریت

3. د بګرامیو ولسوالۍ د پوهنې امریت د ۲۱ ناحیې څنګ ته

4. د پغمان ولسوالۍ پوهنې امریت، د پغمان د ذکورو لېسه

5. د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې امریت

6. د ده سبز ولسوالۍ پوهنې امریت

7. د سروبي ولسوالۍ د پوهنې امریت 

8. د شکر درې ولسوالۍ پوهنې امریت

9. د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې امریت

10. د کلکان ولسوالۍ د پوهنې امریت 

11. د موسهي ولسوالۍ د پوهنې امریت

12. د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې امریت

13. د فرزې ولسوالۍ پوهنې امریت

14. د چهار اسیاب ولسوالۍ د پوهنې امریت

15. د ګلدرې ولسوالۍ پوهنې امریت

د غوښتنې د فورمو وېش د کب په ۱۷ د سې شنبې په ورځ پیلېږي او تر لسو کاري ورځو یعني، د کب تر ۲۹ دوام کوي.

د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزو ازموینو بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر ولولئ.

د غوښتنې په فورمه کې د بست نوم، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کد په کره توګه درج  کړئ.

په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، خپل یو عکس په فورمه کې ونښلوئ او بیا یې د تذکرې له کاپي او تحصیلي اسنادو له کاپي سره یو ځای د فورمو د وېش او راټولولو په مرکزونو کې د پوهنې وزارت استازي ته وسپارئ. 

 د اعلان شوو بستونو لیست کتلو لپاره لاندې لینک کیکاږئ. 

https://drive.google.com/file/d/1zI9tV2130JwzrcHkv-MJ58crHIHTA1Ne/view?usp=sharing