پوهنې وزیر په کابل ښار کې د سمیع حیات خصوصي ښوونځي د زده کوونکو په الفبا لمانځغونډه کې ګډون وکړ

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په کابل ښار کې د سمیع حیات خصوصي ښوونځي د زده کوونکو په الفبا لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
دا لمانځغونډه د زده کوونکو چمتو والي دورې د پای ته رسیدو او لمړۍ دورې ته د هغوي د داخلیدو په موخه ترسره شوه.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر د زده کونکو د چمتووالي دورې له پای او د نوي فصل له پیل څخه خپله خوښي او مبارکۍ څرګنده کړه او پر والدینو یې غږ وکړ چې د ښوونې او روزنې او ښوونځي سره همکاري وکړي.
ډاکټر بلخي څرګنده کړه چې د ښوونې او روزنې په لسیزې کې د والدینو او ښوونځيو شوراګانو فعاله کول زموږ یو له اساسي موخو څخه دی. ځکه چې د ماشومانو روښانه ښوونیز او علمي راتلونکي ترلاسه کولو لپاره د ښوونځيو، والدینو او ښوونې او روزني ګډو همکاریو ته اړتیا ده.
په پای کې ، د یاد ښوونځي زده کونکو او ښوونکو د پوهنې وزیر په شتون کې خپل ستاینلیکونه ترلاسه کړل.