په ملي شورا او د سولې مشورتي لویه جرګه کې د کندز ولایت له استازو سره غونډه

media-moe
Wed, Aug 12 2020 7:22 PM
په ملي شورا او د سولې مشورتي لویه جرګه کې د کندز ولایت له استازو سره غونډه

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، په ملي شورا او د سولې مشورتي لویه جرګه کې د کندز ولایت له یو شمیر استازو سره د پوهنې په وزارت کې وکتل.

د کندز ولایت استازو په دغه ولایت کې د پوهنې د پرمختګونو او ننګونو په اړه، په شمول د مسلکي ښوونکو نشتون، د زده کړې آسانتیاوې، د کتابونو نشتون، د ښوونکو د ظرفیت لوړول، عامه پوهاوی او یو شمیر نورو نیمګړتیاوو په هکله خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې دا ستونزې حل کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې د کندز ولایت له استازو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت دنده لري چې د هیواد وګړو ته د مساوي او عادلانه زده کړې برابري کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي په کندوز ولایت کې د ښوونې او روزنې په برخه کي د ننګونو د حل ژمنه وکړه او ویې ویل چې له زده کړې بې برخې پرتې سیمې د پوهنې وزارت د رهبرۍ تر ځانګړې پاملرنې لاندې دي او هڅه کوي چې د هیواد ماشومانو، هلکانو او نجونو لپاره مناسب او خوندي تعلیمي فرصتونه د هیواد په ټولو برخو کي برابر کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې د هیواد په تعلیمي برخو کې د میرمنو د حضور په تقویه کولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت هوډ لري چې د حکومت د مشرتابه د ژمنو سره سم په دې وزارت کې د ښځو په شتون باندي لا ډیر کار وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS