د پوهنې وزارت خبرتیا
د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټولو مسولینو او زده کوونکو ته د ژمنیو رخصتیو د پیل په اړه د پخوانۍ خبرتیا په تعقیب د لاندې ټکو په مراعتولو سره خبر ورکول کیږی:
- د پوهنې وزارت د مشرتابه د پخوانۍ پریکړې پراساس د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کونکو څخه به څلور میاشتنۍ آزموینې نه اخیستل کیږی.
- د خصوصي ښوونځیو د لومړي څخه تر شپږم ټولګي او د اووم نه تر ۱۲ ټولکي پورط د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۵مه نېټه رخصتیږی.
- د ژمنیو رخصتیو لپاره زده کوونکو ته د کورنی دندې مواد چمتو او ورته وسپارل شي.
- خصوصي ښوونځي د ژمي د رخصتیو پرمهال د فیس اخیستلو حق نلري