د بادغيس ولايت پوهنې رياست ته نوى رئيس ور وپيژندل شو او په دندې يې پيل وکړ

media-moe
Wed, Mar 03 2021 9:06 AM
د بادغيس ولايت پوهنې رياست ته نوى رئيس ور وپيژندل شو او په دندې يې پيل وکړ.

د هغې غونډې په ترڅ کې چې د ولايتي چارو د انسجام عمومي رئيس دل آقا صوفي زاده، مرستيالانو، امرانو او د ياد ولايت د بيلابيلو برخو نورو کارکوونکو هم ګډون درلود، د ياد ولايت د پوهنې رياست نوى رئيس، محمد آصف فولاد، د پوهنې رياست پرسونل او کارکوونکو ته ور وپيژندل شو او دنده يې رسمأ پيل کړه.

په پيل کې د بادغيس د پوهنې رياست تدريسي مرستيال، له مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وويل، او ترڅنګ يې د ياد رياست د کارونو او فعاليتونو لنډ راپور وړاندې کړ او په ياد رياست کې يې د شته ستونزو او ننګونو يادونه وکړه، د وزارت له رهبرۍ يې څخه يې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

وروسته دل آقا صوفي زاده، محمد آصف فولاد چې په ياد ولايت کې د پوهنې د رياست د نوي رييس په توګه ګمارل شوى، د غونډې ګډونوالو ته ور وپيژنده.

نوموړي زياته کړه چې په دولتي ادارو کې د کادرونو په ګمارنه کې ښايسته سالاري يو مهم اصل دى چې په دې سره به وړ کسان د آزادې سيالۍ له لارې غوره کيږي.

د ولايتي چارو د انسجام عمومي رئيس، له نوي رئيس څخه وغوښتل څو د پوهنې وزارت د پروګرامونو او موخو په پلي کولو کې پوره هڅې وکړي او په ټولو ولسواليو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې انډول په پام کې ونيسي.

په پاى کې محمد آصف فولاد د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې نوموړى يې د ښوونې او روزنې په برخه کې د چارو سمبالولو وړ وګڼه او همداراز نوموړي ژمنه وکړه چې په پوره ځواک سره به د پوهنې وزارت موخې پلې کوي.

نوموړي له اولسونو او د ياد رياست له کارکوونکو وغوښتل چې د شته پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS